د هېواد په سړو سیمو او ولايتونو کې نوی ښوونیز کال د ښوونځي د زنګ په وهلو سره پيل شو.
په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبيب الله آغا سربېره د یاد وزارت معینانو، سلاکارانو، مرکزي رییسانو، د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، د کابینې یو شمېر غړو، د اسلامي امارت لوړ پوړو مسولینو، د ښوونځیو او مدارسو یو شمېر استادانو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په یاده غونډه کې ویلي؛ د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې له ژمنیو رخصتیو وروسته د نوي ښوونیز کال له پیل سره یو ځل بیا زده کوونکي په مدرسو او ښوونځیو کې خپلو درسونو ته حاضر شي.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ تېر کال یو میلیون او ۲۰۰ زره نوي زده کوونکي ښوونې ته جذب شول او هیله من یم، چې سږ کال دا شمېر زیات شي.
په افغانستان کې زیات شمېر ښوونې او روزنې ته لاسرسی پیدا او په مدرسو او ښوونځیو کې شامل شي.
نوموړي ویلي؛ موږ د یو ملت او اسلامي ټولنې په توګه په لومړي ګام کې اړتیا لرو، چې عقاید او اسلامي موضوعات زده کړو او زده کوونکو ته یې ور وښیو او په دویم ګام کې عصري زده کړې وکړو، ځکه په افغانستان کې د عصري علومو د زده کړې ملاتړ کېږي.
له عصري علومو، ساینس او معاصرې ټکنالوژۍ سره بلدتیا د هېواد د پرمختګ له اړتیاوو څخه ګڼو.
اداري مرستیال څرګنده کړې؛ هغه ملت چې له سواد او زده کړې لیرې وي او علم و نه کړي، تل د نورو محتاج وي، محتاجه او اړمنه ټولنه هیڅ وخت خپلواکۍ ته نه رسېږي، نو اړتیا ده چې معاصرو علومو او ټکنالوژۍ ته لاسرسی ولرو.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د تعلیمي مراتبو په لړ کې د لومړنۍ، منځنۍ او لېسې دورې ارزښت ته په اشارې ویلي؛ دا دوره د لوړو دورو اساس دی، که ماشومان او ځوانان په دې دوره کې سم وروزل شي، په راتلونکو تحصیلي دورو کې هم بریالي وي.
مولوي عبدالسلام حنفي په هېواد کې د تحمیلي جنګونو او ناامنۍ کلونه په ښوونې کې د وروسته پاتې والي له لاملونو څخه بللي او ویلي يي دي؛ د جګړې په کلونو کې په ځانګړي ډول په لیرې پرتو سیمو کې ماشومان له ښوونې او روزنې محروم پاتې و، اما د پوهنې وزارت کوښښ کوي، چې ښوونه او روزنه د هېواد ټولو سیمو ته پراخه کړي، ترڅو ټول ماشومان ښوونې او روزنې ته لاسرسی ولري.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دې په بیانولو سره چې جامع او موثر ښوونیز نصاب او درسي کیفیت د ښوونې او روزنې له مهمو موضوعاتو څخه دي ویلي؛ باید په ښوونیز نصاب کې د ټولنې اړتیاوې لکه عقاید او اسلامي موضوعات، ساینسي او معاصر علوم په پام کې ونیول شي، ترڅو د هېواد د ټولو بچیانو اړتیاوې پوره شي.
ښاغلي حنفي د هېواد د اولادونو د ښو زده کړو په برخه کې د تکړه ښوونکو د ارزښت ترڅنګ ویلي، دې ته په اشارې چې افغان ملت پر تاسو باور کړی، نو خپل مسوولیت ښه ادا کړئ او د هغوی په روزنه کې کوښښ وکړئ.
همدارنګه د پوهنې وزارت مسولین او کارکوونکي د باکیفیته ښوونې په برخه کې زیات کار او څارنه وکړي، ترڅو د تېر په څېر د خیالي مدرسو، ښوونځیو او ښوونکو ستونزه بیا په ښوونې کې تکرار نشي.
د نوموړي په وینا؛ اسلامي امارت د باکیفیته او معیاري ښوونې او روزنې برابرولو ته ژمن دی او په دې برخه کې زیاتې هلې ځلې کوي.
ورپسې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې مرستیال مولوي صبغت الله وصیل د پوهنې وزارت د تېر ښوونیز کال سترې لاسته راوړنې بیان کړې او هیله یې څرګنده کړې، چې په نوي ښوونیز کال کې به هم د ښوونې او روزنې په برخه کې لارډېرې لاسته راوړنې ولري او په دې لاره کې به خپلو هڅو ته لاپسې دوام ورکړي.
په ورته مهال د پوهنې وزارت سرپرست د تېر کال د ښوونیزو پلانونو د پلي کېدو په برخه کې د یاد وزارت لاسته راوړنې ستایلي او ویلي يي دي؛ ښوونه او روزنه زموږ د دنيوي او اخروي موخو د پېژندلو لپاره بنسټيزه اړتيا ده او مونږ به په ټول توان سره د هېوادوالو لپاره د ښوونيزو آسانتياوو رامنځته کولو کې خپلې هڅې جاري وساتو.
د یادو مراسمو په ترڅ کې د کابل ښار د ښوونځيو او مدارسو د زده کوونکو ټېمونو، د اسلام د ستر معلم او د نړۍ د بشريت د ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په ستاینه کې چمتو کړي نعتونه او د پوهنې په برخه کې ترانې ګډون والو ته وړاندې کړې.
د مراسمو په پای کې ۱۴۰۳ ښوونیز کال د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین مرستیال مولوي عبدالخالق صادق له لوري د ښوونځي د زنګ په وهلو او د ښوونې او روزنې مرستیال مولوي سخاء الله سعید لخوا د هېواد د ښېرازۍ لپاره د دعائیې په لوستلو سره په رسمي ډول پیل شو.

