افریقا کې د نایجیریا چارواکي وايي، چې لږ تر لږه ۲۸۰ زدهکوونکي یې د انسان تښتوونکو له منګولو روغ رمټ ازاد کړي دي.
دا زدهکوونکي چې عمرونه یې له ۸ تر ۱۵ کلونو ښودل شوي، د نایجیریا په کوریګا ښار کې له یوه ښوونکي سره یو ځای تښتول شوي وو.
د نایجریا د پوځ ویاند ادوارډ بوبا ویلي، چې یاد زدهکوونکي د زامفارا په ایالت کې ژغورل شوي چې د کادونا ایالت حکومت ته به وسپارل شي.
انسان تښتوونکو د دې زدهکوونکو د ازادولو په بدل کې د ۶۹۰ زره ډالرو غوښتنه کړې وه، چې د نایجیریا حکومت یې له ورکړې انکار کړی و.
ډېری وخت نایجیریا کې انسانان تښتول کېږي، چې وروسته یې بیا په بدل کې د پیسو غوښتنه کېږي. په وروستیو کلونو کې زرګونه کسان برمته شوي، چې ډېری پېښې یې د دې هېواد په شمال لویدیځ کې ثبت شوې دي.
د راپورونو پر اساس؛ د تېر کال له مۍ میاشتې راهیسې ۴ زره او ۷۷۷ کسان تښتول شوي دي.
ویل کېږي، چې نایجیریا کې د انسان تښتونې په مقابل کې د پیسو ورکړه ناقانونه اعلان شوې او که څوک غلو ته د یو چا د خلاصون لپاره پیسې ورکړي په ۱۵ کاله بند محکومېږي.