د مصر ‘القاهره’ تلویزیون د یوې امنیتي سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ پرون یو ځل بیا په قاهره کې د اوربند خبرې له سره پیل شوې.
په غزه تړانګه د اسرائیلو د جګړې له پیله نږدې شپږ میاشتې تیریږي، چې ګڼ ځاني او مالي زیانونه یې اړولي او غزه کې یې بشري ناورین رامنځته کړی او لا هم جګړه روانه ده.
شاوخوا اونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزه کې د بیړني اوربند پریکړهلیک تصویب کړ، خو د اسراییلي پوځونو له لوري عملي نه شو. صهیونیستي رژیم په دې موده کې جګړې ته لا زور ورکړی او هره ورځ بېګناه فلسطینیان په شهادت رسوي.
که څه هم اسرائیلي حکومت د خپلې جګړې له پیله تر اوسه د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د نړۍ هېڅ هېواد ته مثبت ځواب نه دی ورکړی، خو تازه د مصر ‘القاهره’ تلویزیون د یوې امنیتي سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې پرون شنبه د حماس او اسرائیلو ترمنځ خبرې یو ځل بیا له سره پيل شوې.
له دې سره هممهاله د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په خبري کنفرانس کې ویلي؛ هېواد یې د غزې د اوربند په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته پریکړهلیک وړاندې کوي، تر څو د روانې جګړې لپاره سیاسي حللاره وموندل شي.
د افغانستان اسلامي امارت هم تل د فلسطین په بېګناه خلکو د اسرائیلو بریدونه غندلي او د ملګرو ملتونو سازمان او د نړۍ له هېوادونو غواړي، چې په غزه تړانګه کې د ټولوژنې مخنیوی وکړي.