د راپورونو پره اساس تېره ورځ تلابیب او نورو ښارونو کې زرګونه اسرائیلیانو د حکومت پر ضد لاریونونه کړي.
یادو لاریون کوونکو د اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو د ګوښه کېدو، د ټاکنو ترسره کولو او د اسرائیلي اسیرانو ازادولو غوښتنه کړې ده.
ویل کېږي چې پرون شنبه د اسرائیلو په ۵۰ بېلابېلو سیمو کې د نتانیاهو ضد لاریونونه شوي.
دغه پراخ لاریونونه داسې مهال ترسره کېږي، چې نن د مصر په کوربتوب قاهر کې د غزې د اوربند په تړاو خبرې پيلېږي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم څو ځلې د اسرائیلو لومړي وزیر د سیاستونو پر ضد لاریونونه شوي دي.
د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه د بریدونو له پيل راهیسې له ۳۳ زره زیات فلسطینیان شهیدان شوي او د غزې زیاته برخه ویجاړه شوې ده.