ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د ۸ ولایتونو ترمنځ د ‘ب’ ګروپ ویلچر باسکټبال سیالۍ پیل شوې

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست په همغږي او د سره صلیب او نوه املوس موسسې په مالي ملاتړ د کابل په پارا المپیک ورزشي جمنازیوم کې د اتو ولایتونو ترمنځ د ویلچر باسکټبال سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې کابل ۲، خوست، بامیان، لغمان، کندهار، میمنه، غور او میدان وردګ لوبډلو ګډون کړی دی، چې په لومړۍ لوبه کې یې میمنې لوبډلې میدان وردګ لوبډلې ته د ۲۱/۲۵ نمرو په توپیر ماتې ورکړه.

ټاکل شوې، چې د دغو سیالیو اتله لوبډله به د ویلچر باسکټبال الف ګروپ سیالیو ته لار ومومي.

د یادونې وړ ده، چې د الف ګروپ سیالۍ به څو ورځې وروسته د شپږو ولایتونو (کابل الف، مزار، بدخشان، هرات، پروان او ننګرهار) ترمنځ په هرات ولایت کې ترسره شي.

دغه سیالۍ د ویلچر باسکټبال ورزشکارانو د مهارتونو لوړولو او د ویلچر باسکټبال لوبډلې د جوړولو لپاره د ولایتونو د هڅولو په موخه پیل شوي چې پینځه ورځې به دوام وکړي.