عدلیې وزارت د وېشل شویو او پلورل شویو امارتي ځمکو پلورل منعه اعلان کړی او له سرغړونکو سره د قانوني چلند یادونه یې کړې.
یاد وزارت د خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، امارتي ځمکې او نمرې اشخاصو او افرادو ته د سرپناه جوړولو په موخه وېشل او یا پلورل کېږي او له هغو څخه سوداګریزه ګټه اخیستنه لکه د هغو پېرل او پلورل ممنوع ده.
دغه راز د معاملاتو لارښوونې ټولو دفترونو ته لارښوونه شوې چې د یادو ځمکو له معاملاتو څخه په کلکه ډډه وکړي، د معاملاتو لارښوونې د سرغړونکي دفتر تړل کېږي او متصدي يې او د معاملې دواړه لوري به تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.

