په تهران کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني د ایران د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو مرکز له مرستیال سید تقي قایمي سره لیدنه کړې ده.
تهران کې د افغانستان سفارت وايي، چې په دې لیدنه کې د افغان کډوالو پر ستونزو، په ځانګړې توګه د امایش کارت لرونکو لپاره د روغتیايي بیمې د ورکړې پر څرنګوالي خبرې شوې دي.

