د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده په افغانستان کې د یونیسف دفتر له عمومي ریيس ډاکټر تاج الدین اویولي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
ډاکټر تاج الدین په افغانستان کې له خدمت کولو څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي؛ خوشحال یم چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سره د بیارغونې په برخه کې کار کوم، مونږ دغه وزارت سره په پوره همغږي پروژې پلې کوو او کوښښ کوو چې په روان کال کې خپلې پروژې زیاتې کړو.
ښاغلي اویولي زیاته کړې، یونیسف ژمن دی څو خپل کارونه په ښه توګه مخې ته یوسي.
ملا محمد یونس اخوندزاده ویلي، موږ د یونیسف دفتر له دوامدارو همکاريو څخه قدرداني کوو چې تل يې په سختو حالاتو کې له افغانانو سره خپلې لازمې مرستې کړې دي.
همداراز نوموړي د یونیسف دفتر له رییس سره د متوازنې پراختیا او د پروژو د پلې کولو په برخه کې د کیفیت او چټکتیا په اړه خبرې کړې دي.
په پای کې دواړو لورو پر دوامدارو همکاریو ټینګار کړی دی.

