ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ترکش ایرلاینز هوایي شرکت یو ځل بیا افغانستان ته خپلې الوتنې پيل کړې

د ترکش ایرلاینز هوایي شرکت له دوه کاله او اته میاشتني ځنډ وروسته پرون سې‌شنبه د جوزا میاشتې په لومړۍ نېټه یو ځل بیا افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې.

په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال افغانستان ته د دې شرکت الوتنې ارزښتمنې بللې او ویلي یې دي؛ یاد شرکت د ترکیې یو له هغه غوره هوایی شرکتونو څخه دی، چې سیمې او نړۍ ته ډیرې الوتنې کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ترکش ایرلاینز هوایي شرکت بیا ځلي فعالیت د دواړو هېوادونو په راکړه ورکړه، سوداګرۍ او فرهنګي اړیکو کې ځانګړی ارزښت لري.

د یاد شرکت مسولین وايي، چې په میاشت کې به څلور ځله له ترکيې-کابل او برعکس الوتنې ولري او همدارنګه د الوتنو له پیل سره به د ټکټونو په بیو کې هم کموالی راشي.

همدراز د ترانسپورټ او ملکي هوایی چلند وزارت مسولین وایي، چې د هېواد هوایي ډګرونو بېرته خپل سټنډرډ حالت غوره کړی او له کورنیو او نړیوالو هوایی شرکتونو غواړي، چې افغانستان ته بیا ځلي خپلې الوتنې پیل کړي.

د یادونې وړ ده، چې ماهان اییرلاین، فلای دوبۍ، الجزیرې، العربیه او قطر هم افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې دي.