کندهار کې د انارګل دوديزه، کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
کندهار کې د انارګل کلنۍ مشاعرې له پاره تېره پنجشنبه (د غبرګولي په لسمه نېټه) د یاد ولایت اطلاعات او کلتور ریاست له لوري په عينو ښارګوټي کې ستر مراسم نيول شوې و.
په یاده مشاعره کې د اطلاعات او کلتور وزیر ملا خير الله خیرخواه، د کندهار والي، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د کندهار مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک، د ورزش او بدني روزني لوی رییس مولوي احمدالله وثیق، د يو شمېر ولایتونو د اطلاعات او کلتور رییسانو، لسګونو نورو مسولينو، ګڼو عامو وګړو، د هېواد د ګوټ ګوټ څخه نوموتو او مشهورو شاعرانو، ترنم او نعت ویونکو ګډون کړی وو.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد یاده مشاعره کې ویلي؛ کلتور او ژبه د یوه ملت ژوند دی، موږ باید د کلتور، نسب او ژبې ساتنه وکړو او د اسلام د پرمختګ او ګټې له پاره یې وکاروو، چې خوشبختانه افغانانو دا کار کړی دی.
د مشاعرې په لړ کې د اطلاعات او کلتور وزير ملا خير الله خيرخواه ویلي؛ په هېواد کې امن دی، باید ټول هېوادوال د یووالي ترڅنګ خپل ثقافت او کلتور وساتي.
نوموړي د شاعرانو او فرهنګپالو څخه غوښتي، چې د راتلوونکي نسل له پاره داسي شعرونه او حماسې ولیکي، چې د خپل ثقافت او کلتور څخه خبر شي او د نورو د ثقافت او کلتور تر اغیز لاندي رانه شي.
د کندهار مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک ویلي؛ د ویاړ ځای دی، چې فرهنګپاله د کندهار انار ګل مشاعره نمانځي، اسلامي امارت مسولین تر ازادۍ ورورسته اوس د اقتصاد او کلتور د پرمختګ له پاره کار کوي، د مشاعرو موخه د هېواد فرهنګي فعالیتونو ته لا پرمختګ ورکول دي.
د مشاعرې په لړ کي د هېواد مشهورو او نوموتو شاعرانو او ترانه ویونکو خوندور او په زړه پوري شعرونه، ترنم او نعتونه شریک کړي دي، چې د شپې تر ناوخته یې دوام کړی.