د راپورونو پر اساس، د هند په لویدیځ ګجرات ایالت کې د کمپیوټري ګېمونو په یوه کلب کې د پراخې اورلګېدنې له امله د ۱۲ ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان وژل شوي.
یاده اورلګېدنه تېره ورځ دګجرات ایالت په راجکوټ ښار کې رامنځته شوې.
د سیمهییزو چارواکو په وینا؛ اورلګېدنه مهار شوې، خو ښايي د پېښې د قربانیانو شمېر لا زیات شي.
دا ویره هم شته، چې د ماشومانو په ګډون به ځینې قربانیان تر ویجاړیو لاندې بند پاتې وي.
دغهراز د اورلګېدنې لامل نه دی معلوم، خو چارواکي وايي، چې د څرنګوالي لپاره یې یو پلاوی ګومارل شوی دی.