د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف اعلان کړی، چې هېواد یې اسلامي امارت د ممنوعه ډلو له نوملړه لیرې کړ.
نوموړي ویلي، چې دغه پرېکړه یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا اهمیت ته په پام او د اوږد مهاله حکومت په توګه د اسلامي امارت درک ته په کتو کړې ده.
له دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې یوې خبري غونډې ته ویلي و، چې اسلامي امارت د افغانستان اوسني حاکمان دي او له دغه هېواد سره د اړیکو ټینګولو ته اړتیا لري.
ولادیمیر پوتین: “له افغانستان سره زموږ اړیکې تل د اجنډا په سر کې وي. د افغانستان له اوسني حکومت سره د اړیکو څرنګوالی بله خبره ده، خو مهمه خبره دا ده چې اسلامي امارت په افغانستان حاکمیت لري، دا حقیقت باید په پام کې ونیول شي او پر بنسټ یې اړیکې جوړې شي. موږ په منځنۍ اسیا کې له خپلو ډېرو شریکانو سره په اړیکه کې یو، موږ به د خپلو ټولو شریکانو نظرونه په پام کې نیسو او په دې اړه به په ګډه پرېکړه کوو.”
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ویلي وو، چې اسلامي امارت په افغانستان کې ریښتینی قوت دی او مسکو غواړي چې د خپلو بندیزونو له نوملړ څخه یې وباسي.
اسلامي امارت د روسیې د دې اقدام هرکلی کړی او ویلي یې وو، چې اسلامي امارت له مسکو سره مثبتو اړیکو ته چمتو دی.