له نورو ستونزو سره سره په سړه هوا کې د برېښنا نشتوالی د کابل ښاریانو لویه ننګونه ده.
یو شمېر کابل ښاریان په دې ساړه موسم کې د برېښنا نشتوالی او زياته پرچاوي د ژوند پر وړاندې لويه ستونزه بولي؛ دوی وايي، برېښنا ته نه یوازې د کورونو د روښانه کولو له پاره اړتيا لري، بلکې اوبو ته په لاسرسي او د کورونو په تودولو کې خورا مهمه ده.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر تېره ورځ د دې ستونزې د حل په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ او له ازبکستان څخه د برښنا د واردولو د نوي قرارداد د لاسلیک په موخه دغه هېواد ته په دوه ورځني سفر تللی دی.
د کابل اوسېدونکي ازبکستان ته د اوبو او انرژۍ وزارت د پلاوی سفر ستایي او له ګاوڼدیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ازبکستان څخه غواړي، چې افغانستان ته د برښنا د لېږد تړون وغځوي او له خپل دغه ګاونډي سره په دې برخه کې مرسته وکړي
که څه هم افغانستان په کور د ننه د برېښنا تولید لپاره غوره سرچینې لري خو په تیرو شلو کلونو کې په دې برخه کې د میلیونونو ډالرو په لګولو سره له دغو طبعي سرچينو ګټه وانخيستل شوه او افغانستان يې د برښنا له دوامدارې ستونزې سره مخامخ کړ؛ خو په دې وروستیو کې چین د اسلامي امارت له مسولینو سره ژمنه کړې چې د ډبرو سکرو څخه به د برېښنا د تولید په برخه کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

