ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان برېښنا شرکت: د کورنۍ تولیدي برېښنا کچه ۲۳ سلنه لوړه شوې

د افغانستان برېښنا شرکت وایي؛ هېواد کې د کورنیو تولیدي کارخونو پر وخت رغونې او اوبو منظم مدریت پایله کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال لومړۍ ربع کې د تېر ۱۴۰۲ کال لومړۍ ربع په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

یاد شرکت زیاته کړې، سږ کال د ورښتونو له امله د اوبو کچې زیاتوالي او د تولیدي برېښنا کارخونو ټوربینونو پر وخت رغونې او څارنې د کورنۍ برېښنا تولید کچه لوړه کړې ده، چې یوازې درې ګونو(نغلو، سروبي او ماهیپر) برېښنا تولید کارخونو غبرګولې میاشتې کې نږدې ۱۰۰زره مېګاواټه برېښنا تولید کړې ده.