ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: د اسلامي نظام غوره ځانګړنه د عدالت پلي کېدل دي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اوبو او برېښنا له وزیر عبدالطیف منصور، د چارو ادارې رییس شیخ نورالحق انور، د افغانستان بانک رییس هدایت الله بدري، د منصوري قول اردو ۴مې پلې لېوا له قومندان او د یو شمېر نورو ادارو له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د اړونده ادارو مسولینو د خپلو چارو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي يي دي، د ټولو ادارو په همغږۍ د خلکو ستونزو ته رسېدنه کېږي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له یادو مسولینو څخه په مننې ویلي، عدالت او شفافیت د چارو د بهبود، د نظام د پیاوړتیا او خلکو د رضایت لامل ګرځي چې باید جدي پاملرنه ورته وشي.

مولوي عبدالکبير زیاته کړې، د اسلامي نظام غوره ځانګړنه د عدالت پلي کېدل دي او باید ټولو هېوادوالو ته برابر پراختیايي خدمات وړاندې شي.