د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دوحې راتلونکې ناستې ته د اسلامي امارت پلاوي له ورتګ وړاندې د اسلامي امارت له ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد سره چې د یاد پلاوي مشري کوي، لیدنه کړې.
مولوي ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت د پلاوي په ترکیب او د سفر څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي يي دي، د دوحې په درېیمه ناسته کې به افغان پلاوی د اسلامي امارت له شرطونو او اجنډا سره سم ګډون وکړي او ترڅنګ به يې د ناستې په څنډه کې یو شمېر مهمې لیدنې هم ولري.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د دوحې په ناسته کې د افغانانو په استازولۍ د اسلامي امارت ګډون ارزښتناک بللی او ویلي يي دي، له ملګرو ملتونو سره د افغان حکومت استدلال او بحثونه سبب شوي، چې هغوي هم د یو مسول حکومت په توګه د اسلامي امارت شرطونه ومني، دا ډول ناستې له نړۍ سره د تعامل ښه فرصت دی.
مولوي عبدالکبیر څرګنده کړې، د اسلامي امارت په اړه د نړیوالو نظر بدلون موندلی، څرنګه چې دا مهال د سیمې هېوادونه له اسلامي امارت سره مثبت او رغنده تعامل لري؛ دغه راز به په راتلونکې کې اسلامي امارت له لرې پرتو هېوادونو سره هم مثبتې اړیکې ولري.
نوموړي زیاته کړې، افغان حکومت له ټولو قدرتونو سره د متقابل درناوي په پام کې نيولو سره د ښه تعامل غوښتونکی دی.
د ليدنې په پای کې سیاسي مرستیال د اسلامي امارت ویاند ته د دوحې په راتلونکې ناسته کې د اسلامي امارت د استازیتوب او د اړوندو موضوعاتو وړاندې کولو په اړه لازمې سپارښتنې کړي.

