ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت: نن د دوحې درېیمه ناسته په ځايي وخت ماښام ۶:۴۵ بجې پیلېږي

د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي وایي، د دوحه۳ ناستې رسمي پرانيسته د اجنډا له مخې نن د جون پر ۳۰مه په ځايي وخت ماښام ۶:۴۵ پيلېږي او ۸:۴۵ پای ته رسېږي.

نوموړی زیاتوي؛ د یادې ناستې د دویمې ورځې په لومړۍ ناسته کې به د مالي او بانکي بندیزونو او خصوصي سکټور او دویمه ناسته کې هم د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او پرمختګ په اړه خبرې وشي، چې د یادو بحثونو وروسته پر دویمه ورځ د دوحه۳ ناسته پای ته ورسیږي.

ښاغلي جلالي ټینګار کړی، چې د یادې دوه ورځنۍ غونډې وروسته ترسره کېدونکې ناستې د دغې غونډې پورې تړاو نه لري.