د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د درزاب او قوشتپې ولسوالیو له یو شمېر علماوو او مخورو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي هم شتون درلود، په پیل کې یادو علماوو او مشرانو په درزاب او قوشتپې ولسوالیو کې د روغتیا او روغتیایي مرکزونو د وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
دوی زیاته کړې، سره له دې چې په دې ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونه شته او روغتیايي خدمات وړاندې کوي، اما دغه مرکزونه د دغو دوو ولسوالیو نفوس ته په کتو بسنه نه کوي.
یادو مشرانو او علماوو د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې په دغو ولسوالیو کې د روغتيايي مرکزونو د جوړولو او خلکو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د امنیت ټینګښت او په بېلابېلو برخو کې، جملې یې د روغتیا په برخه کې ولسونو ته د خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت له دندو څخه دي چې مسولین هم پدې برخه کې له هیڅ راز هڅو درېغ نکوي.
مولوي عبدالسلام حنفي د دوی د وړاندیزونو په اړه څرګنده کړې، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره ورته رسېدنه وکړي.

