د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت له یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یادو علماوو د دې ولایت ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
همداراز یې په یاد ولایت کې د ښوونې او روزنې، روغتیا، مواصلاتي لارو او پراختیايي پروژو پېلولو ته په اشارې د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې یادو موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د امنیت ټینګښت، په بېلابېلو برخو کې ولسونو ته د خدماتو رسول او د دوی ته د هوساینې زمینه برابرول د اسلامي امارت له دندو څخه دي او د اسلامي امارت مسولین په دې برخه کې خپلې هر راز هڅې نه درېغوي.
مولوي عبدالسلام حنفي د دوی له لورې د وړاندې شویو موضوعاتو په اړه ویلي، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام ورته رسېدنه وکړي.

