د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ماښام د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او د استخباراتو عمومي رییس مولوي عبدالحق وثیق سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې، د افغانستان او سیمې د وضعیت ارزولو او بحث ترڅنګ، خلیفه سراج الدین حقاني او مولوي عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته خپل وروستی سفر او د یاد هېواد له چارواکو سره لیدنې د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا لپاره مهمې یادې کړې او ویلي يي دي، ګڼ شمېر نور هېوادونه هم له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا ته لېوالتیا لري.
دوی همدارنګه د تلپاتي امنیت ټینګښت لپاره د خپلو هڅو یادونه کړې او ویلي يي دي، د امنیتي ادارو ترمنځ ښه همغږي او جامع امنیتي پلان خلکو ته د ډاډمن امنیت زمینه برابره کړې ده.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د نړۍ له ټولو هېوادونو سره پر ښه او مثبت تعامل د ټېنګار تر څنګ ویلي، د هر اړخيزې سياسي پاليسۍ په رڼا کې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د تعامل او اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، د مثبت تعامل په نتيجه کې له نړۍ سره د اسلامي امارت اړيکې په پراخېدو دي او دا د اسلامي نظام سياسي پرمختګ ښيي.
د ليدنې په پای کې، د رياست الوزرا سیاسي مرستیال هغوی ته د اړوندو موضوعاتو په اړه لازمې سپارښتنې کړې دي.

