د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د اوزبیکستان ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف سره په دوحه کې جلا جلا لیدنې کړې.
دې لیدنو کې دواړو هېوادونو د دوحې درېیمه غونډه کې د اسلامي امارت له دریځ ملاتړ کړی دی.
مولوي ذبیحالله مجاهد په خپله اکسپاڼه لیکلي، د اوزبیکستان ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو په اړوند موضوعاتو خبرې وشوې.
دغه راز یاد هېواد د دوحې ناسته کې د اسلامي امارت له دریځ څخه ملاتړ څرګند کړی.
نوموړي همداراز د روسیې ولسمشر له ځانګړي استازي سره د لیدنې په اړه ویلي: “نن مو په دوحه کې د روسې د جمهور رییس له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره مهمه ناسته وکړه، د افغانستان او روسې هېواد د اړیکو په پیاوړتیا خبرې وشوې. روسیې د افغانستان اسلامي امارت له دریځ څخه ملاتړ وکړ او اسلامي امارت هم د روسیې له مثبت دریځ څخه مننه وکړه.”
یادو لیدنو کې له دواړو هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو په لا پیاوړتیا هم خبرې شوې دي.

