ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د قطر په درېیمه غونډه کې د اسلامي امارت پلاوی: نړیواله ټولنه دې د افغانستان په مالي سکټورونو لګیدلي بندیزونه لرې کړي

د اسلامي امارت ویاند او د افغانستان د وضعیت په تړاو د قطر په درېیمه غونډه کې د اسلامي امارت د پلاوي مشر مولوي ذبیح الله مجاهد د دې غونډې د اجنډا په اړه خبریالانو ته ویلي، دې غونډه کې د افغانستان پر مالي،  بانکي او خصوصي سکټورونو د لګولو شویو بندیزونو د لرې کولو او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او پرمختګ په اړه خبرې کیږي.

دغه راز د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر شهیل شاهین له خبریالانو سره په خبرو کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان پر بانکي سکټور دې لګیدلي بندیزونه لرې کړي.

ښاغلي شاهین د اسلامي امارت له لوري پر نشه‌یي توکو په ځانګړي ډول کوکنارو باندې بندیزونو او قاچاق مخنیوي ته په اشارې سره له نړیوالو غوښتي، چې افغان بزګرانو ته د کوکنارو بدیل کښت پیدا کولو او د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.