ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذاکر: اسلامي امارت د راستنو شويو شخصيتونو ټولو حقونو ته ژمن دی

د افغانستان اسلامي امارت له افغان شخصیتونو سره د تماس او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون له لوري څو تنو پخوانیو پوځيانو او مسولینو ته چې له امریکا، اروپا او یو شمېر نورو هېوادونو څخه راستانه شوي، د مصونیت کارتونه ورکړل شول.

په راستنو شويو کسانو کې د مجاهدینو حکومت د اوبو او برېښنا وزیر انجینر سید محمد ایوب هم شامل و او نوموړي د اسلامي امارت لخوا په بهر کې مېشتو افغانانو ته بېرته هېواد ته د راستنېدو زمينې په برابرېدو خوښي ښودلې او ویلي يي دي، افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسيون په همکارۍ په پوره ډاډ بېرته هېواد ته ستون شوی دی.

دغو پخوانیو پوځیانو او مسولینو د امنیت ټینګښت او د جګړو پای ته رسېدل د تاریخ بېساری ګام ياد کړ او زیاته کړې یې ده، اسلامي نظام سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

له افغان شخصیتونو سره د ارتباط او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون د دارالانشا رییس مولوي ذاکر راستنو شويو کسانو ته ښه راغلاست ویلی او څرګنده کړې یې ده، اسلامي امارت د راستنو شويو شخصيتونو ټولو حقونو ته ژمن دی او هيچاته اجازه نه ورکوي چې له پخوانیو پوځيانو یا مسولینو سره ناسم چلند وکړي.