د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو دوې ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده.
د مولوي ذبیحالله مجاهد په مشري د اسلامي امارت پلاوي ګډون پکې کړی و.
دا غونډه د ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړه شوې وه، چې د شاوخوا ۲۵ هېوادونو او پینځو نړیوالو سازمانونو استازو حضور پکې درلود.
د اسلامي امارت پلاوي ګټوره بللې او ویلي یې دي، چې د افغانستان پیغامونه ټولو ګډونوالو هېوادونو ته ورسېدل.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي: ” افغانستان د خصوصي سکټور سره د همکارۍ او د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې او بدیل معیشت په برخه کې د هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري چې اکثره هېوادونو په دې برخه کې د همکارۍ خبره وکړه.”
نوموړی زیاتوي: “ډېری هېوادونو د افغانستان له خصوصي سکټور سره د حمایت پلوي وکړه او ژمنه وشوه، چې له بانکي او اقتصادي برخو څخه باید محدودیتونه لرې شي.”
دغهراز په سوله او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د دې ناستې مشرې روزماري ديکارلو د دوحې درېیمه غونډه کارنده او ګټوره بللې او ویلي یې دي، چې له اسلامي امارت سره د ترسره شویو خبرو او تعامل له لارې به د حکومتولۍ په برخه کې پرمختګونه رامنځته شي.
د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي وايي، چې په دې ناسته کې د ګڼو هېوادونو د استازو له څرګندونو ښکاري، چې دوی د افغانستان له اسلامي امارت سره د تعامل دوام او پراختیا غواړي.
د نوموړي په وینا؛ د یادو هېوادونو استازو د فساد مخنیوي او شفافیت په برخو کې اسلامي امارت بریالی بللی او د سوداګرۍ وزارت او د افغانستان بانک راپورونه یې مسلکي او د ستاینې وړ ګڼلي دي.
دغهراز د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدوغوښتنه یې کړې او په اقتصادي برخه کې یې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت پلاوي د دې ناستې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو، بهرنیو چارو وزیرانو او مرستیالانو او د افغانستان لپاره د ځینو هېوادنو له استازو سره هم لیدنې کړې دي.
له دوی سره لیدنې ګټورې بلل شوې او د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا او پیاوړتیا ټینګار شوی.
دغهراز د یادو هېوادنو استازو د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت له دریځ څخه ملاتړ کړی دی.

