ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هېواد کې د بهرني پانګوالو، پانګونې ته لیوالتیا؛ تازه اوزبیکستاني پانګوالو د مالیې وزیر سره په لیدنه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

د مالیې وزارت ویلي؛ د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند په خپل کاري دفتر کي د اوزبیکستان هېواد له یو شمېر پانګوالو سره لیدنه کړې.

د مالیې وزیر په پیل کې د اوزبیکستان هېواد څخه راغلیو پانګوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي؛ په هېواد کي د پانګوني له پاره اړین فرصتونه برابر شوي دي، فساد له منځه وړل شوی او بشپړ امنیت ټینګ شوی دی، چې ټول کورني او بهرني پانګوال له دې فرصت څخه په ګټي اخیستني سره په ډاډه زړه په بېلا بېلو برخو کې پانګونه کولی شي.

اوزبیکستاني پانګوالو په افغانستان کي د معدنونو، صنعت، برېښنا او د سیستمونو د عصري کولو په برخو کي د پانګوني لېوالتیا ښودلې او د پانګونې له پاره یې د اړینو همکاریو غوښتنه کړې.

د مالیې وزیر په افغانستان کې د اوزبیکستاني پانګوالو د پانګونې له لیوالتیا څخه مننه کړې او دوی ته یې په یادو برخو کې د پانګوني له پاره د لازمې همکارۍ او اړینو اصولي اسانتیاوو برابرولو بشپړ ډاډ ورکړی دی.