ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د نوي سپورتي موټر جوړوونکی وستایه

د افغانستان ملي راډيو ټلويزيون کابل کې د هغه سپورټي موټر جوړوونکي، چې په کور د ننه له تاوده هرکلي سره مخ شوی، د درناوي او لاهڅونې په موخه غونډه جوړه کړې وه.

د درناوي دا غونډه په بابر بڼ کې جوړه شوې وه او د اسلامي امارت ځينو چارواکو برخه پکې اخیستې وه.

په جوړو شویو مراسمو کې د موټر د جوړوونکی انجنیر محمد رضا احمدي هڅې او نوښت وستایل شول.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر اوسنی راغلی فرصت ګټور وباله او په ځوانانو يې غږ وکړ، چې د احمدي په څیر د نوي فکر په کولو سره خپل هېواد ته خدمت وکړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو انستیټوت چې په ملاتړ يې دغه موټر جوړ شوی وايي؛ نوښتګر ځوانان هڅوي او ملاتړ یې کوي.

انجنیر محمد رضا احمدي وايي، چې تر دې دمه یې په دې  سپورتي موټر ۶۰ زره ډالر لګولي او بشپړېدو ته نږدې دی.

نوموړی زیاتوي؛ راتلونکي کې هڅه کوي داسې موټر جوړ کړي، چې د تېلو پر ځای په برېښنا وچلېږي.

په یاده غونډه کې د اسلامي  امارت چارواکو له نوښتګرو ځوانانو په ځانګړې توګه له ښاغلي رضا ملاتړ څرګند کړ او له نورو ځوانانو یې وغوښتل چې خپل هېواد ته کار او خدمت وکړي.