ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اوزبیکستان کې د اسلامي امارت پلاوي له لوري د نهايي شوو موضوعاتو د څارنې لپاره ځانګړې کمېټې وټاکل شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې د اړوندو سکټوري وزارتونو او ادارو د مسولینو له لوري اوزبیکستان ته د اسلامي امارت د اقتصادي پلاوي د سفر پر مهال د نهايي شوو موضوعاتو د څارنې لپاره ځانګړې کمېټې وټاکل شوې.

دغه غونډه چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر متوازن بیلانس، د باروړونکو موټرونو د شمېر پر زیاتوالي، د حیرتان بندر پر ۲۴ ساعته کولو، د ګډې سوداګریزې خونې د جوړېدو، په ترمذ کې د افغان – ازبیک ګډ سوداګریز مرکز څخه پر استفادې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د قرنطین اړوندو هوکړه‌لیکونو د نهایي کولو، د اوسپنې، مسو او ډبرو سکرو په کانونو کې د ازبیک پانګوالو د پانګونې.

او همداراز په افغانستان کې د سیمنټو د تولیدي کارخونې د جوړېدو، د ترمذ- مزارشريف تر هرات او کندهار پورې د اوسپنې پټلۍ شبکې غځولو کې د اوزبیکستان د همکارۍ، د نایب آباد سټېشن پر پراختیا، د سورخان- پلخمري د برېښنا لېږد په برخه کې د اوزبیکستان پر پانګونې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو یاد موضوعات په جدي ډول تعقیب او په ټاکلو وختونو خپل راپورونه د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت سره شریک کړي.