ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د ۱۴۰۳ کال کانکور وروستۍ ازموینه واخیستل شوه

د۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور ازموینو وروستی دوره، چې په کې له بېلا بېلو ولایتونو، متفرقه، له پولې اخوا، ولایتي غیرحاضرانو، ۱۴م پاسانو او د دیني مدرسو فارغانو برخه اخیستې وه، په کابل کې د ازموینو د ملي ادارې له خوا واخیستل شوه.

د یادې ازموینې په پرانېستغونډه کې د ازموینو ملي ادارې رییس شیخ عبدالباقي حقاني، د پوهنې وزارت اسلامي تعلیماتو د استعدادونو ارزونې رییس مفتي عبدالولي سداد، د کابل پوهنتون محصلانو چارو مرستیال استاد صلاح الدین ایوبي، د ازموینو ملي ادارې رییسانو او بېلابېلو مسولینو ګډون کړی و.

په یاده غونډه کې د ازموینو ملي ادارې رییس د ازموینې ګډونوالو ته په ازموینه کې د پوره شفافیت ډاډ ورکړی او ځوانان یې تعلیم، تحصیل، ځان جوړنې او هېواد ځان بساینې ته هڅولي.

نوموړي ویلي؛ خوښ یوو چې تاسې ځوانانو د زده کړې یوه برخه چې تر ۱۲ ټولګي پورې وه، بشپړه کړه او د دویمې برخې لوړو زده کړو لپاره ازموینه ورکوئ.

شیخ عبدالباقي حقاني زیاته کړې، که موږ او تاسې خپل هېواد له نورو هېوادونو سره مقایسه کړو، د هغوی هېوادونه جوړ دي، خو زموږ هېواد بیا هغسې جوړ نه دی؛ ځکه چې په دې خاوره باندې دوه اشغاله تېر شوي دي، چې دغو اشغالونو او جګړو د نورو مشکلاتو ترڅنګ زموږ علمي ډګر هم کمزوری کړی دی.

د دې هېواد راتلونکی په تاسې ځوانانو پورې اړه لري؛ نو تاسې زده کړې وکړئ، ځان جوړ کړئ، دا هېواد تاسې له دې مشکلاتو او پریشانیو ویستلی او په ځان بسیا کولی شئ.

د ازموینو ملي ادارې رییس ویلي؛ هېوادوال مو پر موږ حق لري، چې د ازموینې په برخه کې ورته سهولتونه برابر کړو، سږ کال مو د کانکور ازموینې د ټولو پړاونو ګډونوالو ته بېلابېل سهولتونه برابر کړي وو.

سږ کال په کانکور ازموینه کې د ځوانانو ترڅنګ یو شمیر هغو کسانو چې عمرونه یې لوړ وو، هم ګډون کړی وو، د دوی ترڅنګ ګڼ شمیر ناروغانو او حتا یو بندي ته چې د ازموینې ورکړې شرایط یې پوره کړي وو، د ازموینې ورکړې سهولت چمتو کړی و.

ښاغلي حقاني ځوانانو ته توصیه کړې، چې زده کړې د سند ترلاسه لپاره نه؛ بلکې د علم زده کړې لپاره ترسره کړئ او ویلي يي دي؛ انسانان تل په علم سره قیمتي کېږي، تاسې ځان د علم په ګاڼه سمبال کړئ، علم او کمال ته ځان ورسوئ او تل په خپل استعداد تکیه وکړئ.

نوموړي همداراز د ازموینې پایلو شفافیت په تړاو ویلي؛ د کانکور او ټولو ازموینو پایلې د یوې تخنیکي پروسې له لارې ترسره کېږي، چې په دې کې انساني دخالت شتون نه لري او نه موږ چا ته اجازه ورکوو، چې د یو چا حق بل ته ورکړل شي، ډاډه اوسئ چې ستاسې حق به هېڅوک ضایع نه کړي.

د پوهنې وزارت اسلامي تعلیماتو د استعدادونو ارزونې رییس او د کابل پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د ازموینو ملي اداره د ازموینو په برخه کې یوه باوري او ټول منلې اداره بللې او څرګنده کړې یې ده، چې د ازموینې هر ګډونوال ته به د هغه د استعداد اړوند نومرې ورکول کېږي او حق به حقدار ته سپارل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینه په پینځو پړاونو وېشل شوې وه، چې تېره ورځ (جمعه، سرطان/ چنګاښ ۲۲ مه) نېټه یې په مرکز کابل کې د وروستي دور متفرقه ازموینه واخیستل شوه او د کانکور ازموینې پایلې به هم په لنډو ورځو کې اعلان شي.