ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده کړو وزیر او د اوزبیکستان سفیر لیدنه؛ د دوه اړخیزو اکاډمیکو اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا‌ محمد ندیم په کابل کې د اوزبیکستان له سفیر خواجه یادګار شادمانوف سره په لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اکاډمیکو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

 په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا‌ محمد ندیم د دواړو هېوادونو ترمنځ دیني او کلتوري اړیکو ته په اشارې سره ویلي؛ ازبیکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو، په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو په برخه کې رښتینې همکاري کوي.

 نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت د یوه خپلواک هېواد په توګه د خپل دین او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې خپلې ټولې داخلي او بهرنۍ چارې تنظیموي او پرمخ یې وړي.

 د لوړو زده کړو وزیر همدارنګه د اوزبیکستان له سفیر څخه په بلخ ولایت کې د یوې نوې مدرسې او جومات د جوړېدو له امله، چې د یاد هېواد له خوا جوړېږي، مننه کړې او د دا ډول همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

 په کابل کې د اوزبیکستان سفیر خواجه یادګار شادمانوف ښاغلي ندیم ته د لوړو زده کړو په ګډون د خپلو پلانونو په اړه معلومات ورکړي او د دواړو لوریو ترمنځ په یو شمېر موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله شوې دي.

 د یادولو وړ ده، چې د اوزبیکستان سفیر د لوړو زده کړو وزیر ته بلنه ورکړې، چې په یو مناسب فرصت کې یې د هېواد له علمي، اکاډمیکو او فرهنګي مرکزونو څخه لیدنه وکړي، چې د نوموړي لخوا یې هرکلی شوی دی.