د عدالت نړیوالې محکمې اعلان کړی، چې د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د اسرائیلو د حضور دوام غیر قانوني دی او ژر تر ژره باید پای ومومي.
یادې محکمې زیاته کړې، چې اسرائیل باید د دوی د اشغال له امله اوښتي زیانونه هم جبران وکړي.
د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې مشر ‘نواف سلام’ د یادې پرېکړې د اعلان پر مهال ویلي، چې اسرئیل دې ژر تر ژره په اشغال شویو فلسطیني سیمو کې خپل ناقانونه حضور پای ته ورسوي.
نوموړي زیاته کړې، چې په ۲۰۰۵ کې له غزې د اسرائیلو له وتلو وروسته هم اشغال پای ته ونه رسېد او لا هم پرې کنټرول ساتي.
د یادې محکمې په وینا؛ اسرائیلو په ناقانونه ډول د فلسطین طبیعي زېرمې کارولې او د خپلواکۍ حق یې ترې اخیستی دی.
په دې پرېکړه کې له اسرائیلو غوښتل شوي، چې باید له لوېدیځې غاړې او ختیځ بیتالمقدس څخه مېشت شوي بېرته وباسي او غرامت هم ورکړي.
اسرائیلو له ۱۹۶۷ کال راهیسې په لویدیځه غاړه او بیتالمقدس کې د نږدې ۷۰۰ زره یهودانو لپاره ۱۶۰ ښارګوټي جوړ کړي.
فلسطیني چارواکو د عدالت نړیوالې محکمې د یادې پرېکړې هرکلی کړی دی.