ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۱۴۰۳ کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ۱۴۰۳ کانکور ازموینې پایلې د یوه خبري کنفراس پر مهال اعلان شوې.

د اتل خان په نوم د کابل ولایت اوسېدونکی د سږني کانکور عمومي اول نومره اعلان شو، چې د ۳۵۹.۶۱ نومرې یې اخیستې او د کابل طبي پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.

دغه‌راز د زین‌الله په نوم د کابل یو بل اوسېدونکی د دیني مدارسو د کانکور ازموینې عمومي اول نومره اعلان شو.

نوموړی د ۳۱۵.۵۵ نمرو په اخیستلو سره د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي ته بریالی شوی دی.

په سږني کانکور کې شاوخوا ۱۰۰ زره کسانو ګډون کړی و، چې ۴۱ زره او ۲۹۳ یې لوړو زده‌کړو ته لاره موندلې او دوه زره ۱۴۴ یې نیمه لوړو زده‌کړو ته بریالي شوي دي. دغه‌راز مدارسو ته یو زر او ۳۰۱ کسان بریالي شوي دي.

د دې تر څنګ ۲۴ زره او ۳۹ کسان واجد شرایط ګڼل شوي او ۱۷ زره ۷۲۱ کسان بې‌نتیجې اعلان شوي دي.

د ازموینو ملي ادارې مسولین وايي، چې له دې سره هم‌مهاله به په دویم ظرفیت کې ۱۷ زره او ۷۶۰ کسان جذب شي او پاتې کسان به یو ځل بیا له خپلو نومرو سره سم د خپلې خوښې د پوهنځي انتخابولو چانس ولري.