مشهد کې د افغانستان جنرال قونسل، مولوي نور محمد متوکل د ایران په رضوي، سویلي او شمالي خراسان او ګلستان ولایتونو کې د مېشت افغان کډوالو له استازو سره لیدنه کړې.
مشهد کې د افغانستان قونسلګري وایي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي متوکل د دوی ستونزې او نظرونه اورېدلي او کډوالو ته یې د ریښتینو او رڼو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار کړی.
ورته مهال، د کډوالو استازو د افغان کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې د دې استازولۍ له هڅو مننه کړې ده.

