د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې امینه محمد د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل کې د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
په دې لیدنه کې ښاغلي متقي د دملګرو ملتونو د منشي له مرستیالې غوښتي، چې د افغانستان رښتینی انځور نړیوالې ټولنې ته ورسوي.
نوموړي زیاته کړې افغانستان یو ازاد او خپل واک هېواد دي. د افغانستان کوم انځور، چې نړیوالو ته د مغرضو کړیو له لوري رسول شوی ونه مني او په دې اړه له د افغانستا په ګډه مثبت ګام پورته کړي.
دغه راز دې غونډه کې اغلې محمد ژمنه وکړه، چې د افغانستان په اړه به د سترګو لیدلی وضعیت له نړیوالو سره شریک کړي او له دې هېواد سره به د مرستو په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.