په سویلي حبشه (اتوپیا) کې د تېرې یکشنبې په ماښام او دوشنبې په سهار د ګوفا زون په یوه لرې پرته سیمه کې له سختو بارانونو وروسته ځمکښویېدلې. په دې پېښه کې ګڼ کسان تر خاورو لاندې شوي.
ځايي چارواکي وايي، چې تر اوسه له خاورو او خټو ۲۲۹ جسدونه را ایستل شوي او د ژغورنې او پلټنې عملیات په شدت دوام لري، خو ښايي د مړو شمېر نور هم لوړ شي.
د مسولینو په وینا؛ لس کسان ژغورل شوي، چې لا هم تر درملنې لاندې دي.
ګوفا د سوېلي ایتیوپیا یوه برخه ده، چې د پلازمېنې ادیسه بابا سویل لویدیځ شاوخوا ۳۲۰ کیلومتره (۱۹۹ مایله) کې موقعیت لري.
یاد هېواد وړاندې هم د سېلابونو او بارانونو له امله سخت زیانمن شوی، چې په ۲۰۱۶ کال کې هم د سېلابونو او ځمکښویېدنې له امله لږ تر لږه ۵۰ کسانو ژوند بایللی و.