د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس د یو لوړ پوړي پلاوي په مشري د کلیو بیارغونې او پراختیا له سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده سره لیدنه کړې.
یاد پلاوي په دې لیدنه کې د افغانستان له اوسني امنیت څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د ښه امنیت له امله مو خپلې مرستې د هېواد ګوټ ګوټ ته رسولې دي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او لوړ رتبه پلاوې ته د ښه راغلاست او د ملګرو ملتونو د دوامدرو مرستو څخه د مننې ترڅنګ ویلي، چې بشري مرستې باید تر سیاسي موضوعاتو پورې ونه تړل شي.