ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ د افغانستان ۱۹ کلنه کم عمره ملي لوبډله د پاکستان او متحده عربي اماراتو سره درې اړخیزه لوبلړۍ کې ونډه اخلي

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي؛ د افغانستان ۱۹ کلنه کم عمره کرېکټ ملي لوبډله د روان کال په نومبر میاشت کې د پاکستان او متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو ترڅنګ په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون کوي.

دا سیالۍ به د نومبر میاشتې په ۱۳مه نېټه پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې به په متحده عربي اماراتو کې دوام وکړي.

دغه سیالۍ د ۱۹ کلنو لوبغاړو د ۲۰۲۴م کال د اسیا جام سیالیو لپاره د غوره چمتووالي په موخه ترسره کېږي، چې په ترڅ کې به یې هره لوبډله د بلې پر وړاندې دوه ځلې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

افغان لوبډله به په دې لوبلړۍ کې څلور لوبې ترسره کړي، چې خپله لومړۍ لوبه به د نومبر میاشتې په ۱۵مه نېټه د پاکستان پر وړاندې وکړي.

افغان ځوانان به خپله دویمه لوبه د نومبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې ترسره کړي.

د نومبر میاشتې په ۱۹مه نېټه به افغان لوبډله یو ځل بیا د پاکستان پر وړاندې ولوبېږي او د همدې میاشتې په ۲۱مه نېټه به په لومړي پړاو کې د خپلې وروستۍ لوبې په موخه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د یادې درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه به د نومبر میاشتې په ۲۶مه نېټه د لومړي پړاو د دوه مخکښو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو لوبډلو ترمنځ د یادې درې اړخیزې لوبلړۍ او د ۱۹ کلنو لوبغاړو د اسیا جام سیالیو لپاره لوبغالي لا تر اوسه ندي مشخص شوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان ویلي؛ موږ خوښ یو چې د پاکستان او متحده عربي اماراتو پر وړاندې د نوولس کلنو لوبغاړو په درې اړخیزو سیالیو کې ګډون کوو، دا لوبلړۍ به زموږ په ځوانو لوبغاړو کې له پیاوړو لوبډلو سره د مقابلې او سترو سیالیو کې د لوبېدو روحیه غښتلې کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ زموږ ۱۹ کلن ځوانان اوسمهال زموږ له پلانونو سره سم په خپلو تمریناتو بوخت دي، ترڅو د ۱۹ کلنو لوبغاړو د اسیا جام سیالیو ترڅنګ راتلونکو سترو سیالیو ته چمتو شي.

دغه درې اړخیزه لوبلړۍ د دوی لپاره خورا ښه فرصت دی او له دوی سره به مرسته وکړي چې په راتلونکي کې د سترو سیالیو لپاره په بشپړه توګه چمتو شي.

د یادونې وړ ده، چې افغان نوولس کلنو ځوانانو له دې وړاندې د یاد عمر لرونکو تېر نړیوال جام سیالیو له پیلېدو مخکې د سویلي افریقا او هندوستان لوبډلو پر وړاندې او دغه راز له هغه وړاندې د سریلانکا او بنګله دېش لوبډلو پر وړاندې په درې اړخیزو لوبلړیو کې ګډون کړی وو.