ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: تر دې دمه څه باندې ۹ میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د هېواد په کچه تر دې دمه څه باندې ۹ میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د یادې ادارې په وینا؛ د پلازمېنې په ګډون د هېواد په کچه برښنايي پېژندپاڼو د وېش ۶۹ څانګې او ۳ ګرځنده ټیمونه فعال دي او خپلې چارې پرمخ وړي.

د احصايې او معلوماتو ملي اداره هغه خبرونه ردوي چې ګواکې د مالي بودیجې د نه شتون له امله د برښنايي پېژندپاڼو ویش لړۍ درول شوې او پر ځای یې کاغذي پېژندپاڼې ورکول کېږي.

دا اداره زیاتوي، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو څخه تر دې دمه ۳ میلیونه او ۷۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې او په ټوله کې د وېشل شویو تذکرو شمېر ۹ میلیونه او ۱۶۰ زرو ته رسېږي.

یوشمېر کابل میشتي برېښنايي پېژندپاڼې د ډیجیټلي حکومتولي په برخه کې اړینې بولي او وايي، چې له دې سره به د فساد او درغلیو مخه ونیول شي.

د دوی په وینا؛ د برېښنايي پېژندپاڼو غوښتونکي زیات دي او له اړونده ادارو څخه په چارو کې د چټکتیا غوښتنه کوي.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په وینا؛ کابل کې ۴ میلیونه او ۸۰۰ زره، هرات کې څه باندې ۵۲۰ زره، ننګرهار کې نږدې  ۴۸۰زره، بلخ کې ۳۲۰ زره او په کندهار کې نږدې ۲۰۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

دغه راز یاد اداره ډاډ ورکوي چې په یو شمېر ولسوالیو کې به د مرکزونو د پرانیستنې پرمټ دغه لړۍ چټکه شي.