ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د صهیونیستي یرغلګرو روان وحشت؛ پر یوه ښوونځي تازه برید کې له سلو زیات فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې نړیوالې خبري شبکې د راپور پر اساس؛ اسرائیلي یرغلګرو نن سهار (شنبه، د زمري ۲۰مه) مرکزي غزه کې پر التابعین ښوونځي خونړی برید کړی، چې په پاېله کې یې له ۱۰۰ زیات فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپيان شوي دي. په قربانیانو کې ښځې، ماشومان او د پاخه عمر کسان شامل دي.

دا برید د سهار لمانځه ادا کولو پر مهال د یاد ښوونځي پر انګړ شوی، چې له امله یې پراخه اورلګېدنه هم رامنځته شوې ده.

ځایي سرچیني وايي، چې ګڼ فلسطینیان په اور لګېدنه کې بند پاتې دي. صهیونیستي یرغلګرو سیمې ته ورتلونکې اوبه بندې کړې او ژغورنکې ډلې په اور کې د بند پاتې کورنیو مرسته نه‌شي کولای.

فلسطیني ژورنالیست حسام شبات پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: “موږ د غزې ښار په ښوونځي کې په اور کې د بند پاتې کورنیو، چې ژوندي سوزي، چیغې اورو؛ خو د اسرائیلي اشغالګرو له لوري د اوبو بندولو له امله د مرستې توان نه لرو.”

په دې ښوونځي کې فلسطیني کډوالو او بې‌ځایه شویو پناه اخیستې وه.