ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په نشه‌يي توکو د روږدو لپاره 5 زره بستریز روغتون پرانیستل شو

د کورنیو چارو وزارت له لوري په نشه‌يي توکو د روږدو لپاره ۵۰۰۰ بستريز ستر حمایوي مرکز ( آغوش) پرانيستل شو.

د هېواد په کچه د دې ستر مرکز د پرانیستې په پار په کورنیو چارو وزارت کې مطبوعاتي غونډه رابلل شوې وه، چې د کورنیو چارو د سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سربېره د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي او د حکومت ګڼو نورو لوړ پوړو چارواکو او د بهرنیو سفارتونو استازو پکې ګډون کړی و.

چارواکو د نشه یي توکو د کښت او تولید په مخنیوي او د روږدو کسانو د درملنې په تړاو د کورنیو چارو وزارت وروستي ګامونه ستایلي او له نړیوالو خیریه بنسټونو او ملي سوداګرو یې غوښتي، چې د روږدو کسانو په درملنه کې مرسته وکړي.

د یادولو وړ ده، چې تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۶ زره روږدي کسان د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدول شوي، چې ۵ زره یې یوازې له کابل څخه راټول شوي او دا لړۍ به دوام مومي.

دغه راز تر دې دمه سلګونه د نشه‌یي توکو قاچاقبران نیول شوي، ګڼې کارخونې یې له منځه وړل شوي او په ټول هېواد کې په یوه جریب ځمکه هم په ښکاره نشه‌يي توکي نه دي کښت شوي.