ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوزبیکستان لومړی وزیر له مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې؛ ډېر ژر به تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر په رسمي بڼه ومنل شي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د اوزبیکستان له لومړي وزیر عبدالله عارف ا‌وف سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیر الله خېرخوا، د قومونو، قبایلو او سرحداتو چارو وزیر ملا نورالله نوري، د لوړو زدکړو مرستیال لطف الله خیرخوا او د امر باالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو اورېدو وزارت مرستیال شیخ فقیر محمد محمدي هم حضور درلود، د دوست هېواد اوزبیکستان لومړي وزیر ویلي؛ اوزبیکستان لومړنی هېواد و چې اسلامي امارت سره یې رسمي اړیکې پيل کړې او اوس یې هم له اسلامي امارت سره اړیکې په ښه نیت او همکاریو ولاړې دي.

ښاغلي عبدالله عارف اوف د افغانستان او ازبکستان د اړیکو او تعامل پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په مهمو نړیوالو ناستو کې یې هېواد د افغانستان د دریځ ملاتړ کوي او هغه مسایل مطرح کوي چې پر افغانانو مستقیماً اغېز ولري.

د اوزبیکستان لومړي وزیر زیاته کړې، چې هېواد یې په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې له افغانستان سره د همکاریو پراختیا ته ژمن دی او د افغانستان په کانونو، برېښنا، کرنې، د تاریخي او لرغونو اثارو او ځایونو په ترمیم او ساتلو او د کلتوري همکاریو د پراختیا په برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړي د افغان ـ ټرانس پروژې عملي کولو لپاره د خپل هېواد د چمتووالي ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې اوزبیکستان به د ریل پټلۍ او هوايي چلند په برخه کې سل تنه افغان متخصصين وروزي او د کرنې په برخه کې به پنځوسو افغان محصلینو ته د لوړو زدکړو زمینه برابره کړي.

د ازبکستان لومړي وزیر څرګنده کړې، چې د اوزبیکستان تجربې او امکانات به د افغانستان د اقتصادي پياوړتیا په موخه د افغانانو په اختیار کې ورکړي، دغه راز د افغان محصلینو او سوداګرو لپاره د اوزبیکستان د ویزو په ورکړه کې هم لازمې اسانتیاوې برابرې شوي دي.

عبدالله عارف اوف زیاته کړې، چې ډېر ژر به په تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر په رسمي بڼه ومنل شي.

نوموړي همداراز د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته هم تاشکند ته د رسمي سفر بلنه ورکړې، چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له لوري ومنل شوه.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل ته د اوزبیکستان د لومړي وزیر د سفر هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا او دوستۍ ښودنه کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې اوزبیکستان د افغانستان د یوه بې طرفه ګاونډي په توګه تل په افغانستان کې له سولې او ثبات ملاتړ کړی او اسلامي امارت ازبکستان سره اړیکو ته په خاص اهمیت او ارزښت قایل دی.

د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ افغانستان او اوزبیکستان د دوو مسلمانو او ګاونډیو هېوادونو په توګه ډېر مشترکات لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پراختیا او همکاریو ته زمینه برابره کړې ده.

دغه راز اسلامي امارت له اوزبیکستان او د سیمې او نړۍ ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي غواړي، د افغانستان او سیمې اقتصادي پیاوړتیا د خپل بهرني سیاست لومړیتوب بولي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې هېوادونه او نړیوال سازمانونه باید اسلامي امارت د افغانستان د مشروع حاکمیت په توګه ومني، په نړیوالو ناستو کې یوازې اسلامي امارت کولای شي د افغانستان او افغانانو استازیتوب وکړي.

نوموړي هیله ښودلې، چې په شانګهای سازمان کې دې د افغانستان حضور یقیني او د غړو هېوادونو ګډو اندېښنو ته ځواب وویل شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال یو ځل بیا ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې څخه به هیچا ته ګواښ متوجه نشي.

نوموړي ویلي، چې افغانستان د کانونو، اوبو، انرژۍ، ترانسپورټ، صنعت، کرنې او ګڼو نورو سکتورونو کې د پانګونې لپاره ښه ظرفیتونه لري او له ټولو په ځانګړي ډول د اوزبیکستان پانګوالو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې اسلامي امارت غواړي د افغانستان له جغرافیوي موقعیت څخه په استفادې، دغه هېواد د سیمې د اتصال د نقطې په توګه مطرح کړي، منځنۍ اسیا له سویلي اسیا سره وصل شي، ځکه د سیمې دا اتصال د افغانستان او ازبکستان له ټرانزیټ او همکاریو پرته نا ممکن دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ویلي، چې د ټاپي، کاسازر او نورو سیمه ییزو پروژو لپاره اسلامي امارت چمتووالی لري او د افغانستان ثبات او توسعه د سیمې له ثبات او توسعې سره مرسته کوي.