د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري او ورسره مل پلاوی پنجشېر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې یې د یاد ولایت د کانونو له رییس سره لیدنه لیدنه کړې.
ملا هدایت الله بدري د پنجشېر ولایت د کانونو ریاست ته د خپل سفر په ترڅ کې د دوی د فعالیتونو، کارونو، ستونزو او وړاندیزونو د اورېدو ترڅنګ د پنجشېر ولایت د کانونو ریاست مسولینو ته د زمردو د کانونو د اغېزمن مدیریت او کان کیندنې ښه تنظیم په اړه لازمې لارښوونې کړې دي.
همدا راز د کانونو او پټرولیم وزیر د خپل سفر پر دوام د پنجشېر ولایت له کاني سیمو په ځانګړي توګه دنقره خانه اوسپنې کان څخه هم لیدنه کړې.