د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وایي، چې د افغانستان پر فضا د الوتکو تګ راتګ ډېر شوی او هره ورځ له ۲۶۰ ډېرې الوتنې کېږي.
نوموړی زیاتوي، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د افغانستان هوایي حریم بشپړ خوندي شوی او د سنګاپور، برېتانیا، ایرلنډ، امریکا او لوفتهانزا هوایي شرکتونه اسیایي او اروپایي هېوادونو ته د تګ راتګ په خاطر د افغانستان له هوایي حریم څخه ګټه اخلي.
د تېرې جمعې په ورځ رویټرز اژانس خبر ورکړی و، چې د روانې زیږدیزې میاشتې په دوو اوونیو کې د افغانستان پر هوایي حریم الوتنې، د تېر زیږدیز کال د ورته وخت په پرتله ۷ برابره زیاتې شوې دي.
د رویټرز په راپور کې ویل شوي: “د سنګاپور هوایي کرښو او برېټېش ایرویز په ګډون ځینې نړیوال هوایي شرکتونه اسیایي او اروپایي هېوادونو ته د رسېدو لپاره د افغانستان له هوایي حریم څخه ګټه اخلي. افغانستان د اروپایي او ځینو اسیایي هېوادونو تر منځ لنډه هوایي لاره ده.”
له بل لوري اقتصادي کارپوهان باوري دي، چې د افغانستان پر هوایي حریم د الوتنو زیاتوالی په سیمه او نړۍ کې د افغان هوایي حریم اعتبار ښه او زیاتولای شي او د عوایدو له ډېروالي سره هم مرسته کوي.
د ترانسپورټ او ملکي هوایي چلند وزارت داسې مهال د افغانستان پر هوایي حریم د الوتنو د زیاتوالي خبر ورکوي، چې ټاکل شوې کام ایر هوایي شرکت ډېر ژر د خوست له هوایي ډګر څخه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته الوتنې پیل کړي.

