د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ملا عبدالمجید اخوند او ورسره مل پلاوي بلخ ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کاري بهیر څخه لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ملا عبدالمجید اخوند ویلي؛ په روان کال کې شاوخوا ۱۱ میلیارده افغانۍ یتیمانو او معلولينو لپاره تصويب شوې او په لومړيو شپږو میاشتوکې اووه میلیارده افغانۍ یې کونډو، یتیمانو او معلولينو کورنیو ته یې ویشلې دي.
دغهراز نوموړي د شهيدانو ورثه و او معلولينو ته د لا ښو او شفافو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د اړوند رياست مسولينو ته اړینې لارښوونې کړې دي.
ملا عبدالمجید اخوند ویلي؛ اوسمهال د هېواد په کچه شپږ لکه او ۵۰ زره د شهیدانو او معلولینو کورنۍ په وزرات کې ثبت شوې او د مرستو دغه لړۍ دوام لري.
نوموړي زیاته کړې، د یو شمېر فدایانو له کورنیو او معلولینو سره نغدي مرسته هم شوې.
د بلخ ولايت شهدا او معلولينو رییس مولوي جان محمد حکمت ویلي؛ تر اوسه دغه ولايت کې څلور زره شاوخوا معلولينو کورنیو سره نغدي مرسته شوې او دوه زره ۸۰۰ کورنیو یتمانو ته خپل حقوق ورکړي دي او په پام کې ده، چې پاتې کسانو ته هم خپل حقوق ورکړل شي.
ښاغلي حکمت زیاته کړې، اوسمهال په دې ولایت کې اته زره او ۵۰۰ کسان ثبت شوې چې په لومړيو شپږو مياشتوکې ۱۷۵ میلیونه افغانۍ ورته ویشلې دي.
په ورته وخت کې د شهيدانو يو شمېر کورنۍ د ياد وزارت د همکاريو او مرستو څخه ستاينه کړې او ویلي یې دي، د اسلامي نظام د ساتنې او پرمختګ لپاره هر ډول قربانيو ته چمتو دي.

