ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: غزه کې نږدې ۱۵ زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې یې د غزې په تړانګه کې د خوارځواکۍ له امله د شپږو میاشتو او پینځو کلونو تر منځ ۲۴۰ زره ماشومان معاینه کړي.

یاد سازمان زیاتوي؛ د څېړنو په پایله کې یې موندلې، چې د جنګ‌ځپلې غزې ۱۴ زره او ۷۵۰ ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

د یاد سازمان په وینا؛ په دې ماشومانو کې ۳ زره او ۲۸۸ له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د دې تر څنګ غزه کې له ۲۵ کلونو وروسته د ګوزڼ (پولیو) مثبته پېښه ثبت شوې او یوه ۱۰ کلنه ماشومه ګوزڼ زیانمنه کړې او فلج شوې ده.

ملګرو ملتونو پرون (شنبه د وږي ۳مه) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې غزه کې له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې د ګوزڼ کومه پېښه نه ده ثبت شوې او په تېرو ۱۱ میاشتنیو جګړو او بریدونو کې دا لومړۍ پېښه ده، چې د ډېرو پام یې ځانته اړولی.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې وضعیت خواشینې ښودلې وه او ټینګار یې کړی و، چې په راتلونکو اونیو کې باید د واکسینو لړۍ پیل شي.