ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو چارو وزارت د ترکیې له حکومت او ولس سره یو ځل بیا ژوره خواشیني څرګنده کړه

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي له خپل ترکي سيال ښاغلي مولود چاووش اوغلو سره په ترکیه کې د وروستۍ ويجاړوونکې زلزلې د ځاني او مالي تلفاتو په اړه ټيليفوني خبرې وکړې.

ښاغلي متقي په دې ټیلیفوني خبرو کې محترم چاووش اوغلو ته د افغان حکومت او ولس په استازیتوب د ترکيې حکومت او ولس سره يو ځل بيا خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه او د خپلو مسلمانو ترکي وروڼو او خویندو سره یې په دغه ستره غمیزه کې ځان شریک وباله.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزير له ښاغلي متقي څخه د ټيليفوني مکالمې او غم شريکۍ له امله مننه وکړه او دا زلزله يې د ترکيې په تاريخ کې د سترو زلزلو له جملې څخه وګڼله، چې په لسو ولايتونو کې يې شاوخوا ۱۳ ميليونه وکړي زيانمن کړي.

دغه راز د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ډاډ ورکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د خپل ورور ترکي ولس سره د خپلو امکاناتو په محدوده کې مرسته اعلان کړه او که ترکيه غوښتنه وکړي، نو د ژغورنې او د بېړنۍ روغتيايي پاملرنې ټیمونه هم د مرستې او ژغورنې لپاره چمتو دي.

نوموړي زیاته کړه، چې انقره کې افغان سفارت هم د مرستې لپاره د زلزلې سیمې ته ټیم لېږلی.

د ترکيي د بهرنيو چارو وزير له مرستې د مننې تر څنګ زیاته کړه، چې افغانان او ترکان د تاريخ په اوږدو کې يو له بل سره همکاره پاتې شوي او که چيرې د مرستې اړتيا پېښه شي پخپلو افغان وروڼو به غږ وکړي.