د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د کابل له والي شیخ مولوي محمد قاسم خالد سره لیدنه کړې.
په دې لېدنه کې دواړو لورو د څښاک اوبو د ستونزو حل، د اوبو سرچینو د مدیریت او په کابل ښار کې د اوبو او انرژي د پراختیایي پروژو د تطبیق په اړه هر اړخیزې خبرې کړې.
د کابل والي د یاد ولایت په شکردره ولسوالي کې د شاه او عروس بند د پروژې د کار له بهېر څخه په ښو ټکو یادونه کړې او ژمنه یې کړې، چې په کابل ولایت کې به د اوبو او انرژي د پراختیايي پروژو د تطبیق په برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلي منصور د اوبو د مدیریت په برخه کې د پروژو د تطبیق ارزښت ته په اشارې، د کابل ولایت مقام د همکارۍ له څرګندولو ستاینه کړې او په لازیاتې همغږۍ یې ټینګار کړی دی.