ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټاپي څه ډول پروژه ده او په پلې کېدو سره یې افغانستان ته څه ګټه رسېږي؟

د ګازو نل‌لیکي ټاپي پروژه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ګډه لویه پروژه ده، چې له ترکمنستان پیل او په هند کې پای ته رسېږي.

دا پروژه د افغانستان لپاره د ګازو د لېږد مهمه پروژه بلل کېږي، چې د ترکمنستان د ګازي ډګرونو څخه پیلېږي او ۸۱۶ کیلومتره د افغانستان په خاوره کې تېږي او د هېواد هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي.

د ۲۰۰۲ کال په ډسمبر میاشت کې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان د حکومتونو مشران د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې سره جرګه شول او د یو بین الحکومتي درې اړخیز تړون په لاسلیکولو سره یې د ټاپي پروژې لپاره نوی بنسټ کېښود.

دا پروژه په پيل کې درې اړخیزه وه، یانې ټاپ (ترکمنستان-افغانستان-پاکستان) نومېده، خو د ۲۰۱۰ کال په ډسمبر کې د یو بل څلور اړخیز بین الحکومتي تړون په لاسلیکېدو سره هند هم رسماً له ټاپ سره یو ځای شو او دا پروژه له ټاپ څخه ټاپي شوه.

ټاپي پروژه په ټوله کې یو زر او ۸۱۴ کیلو متره اوږدوالی لري، چې له پاکستان څخه تر هندوستان پورې په کال کې د ۳۳ میلیارده متر مکعب د ګازو د لېږد وړتیا لري.

د شوې هوکړې له مخې به افغانسان په کلني ډول شاو خوا ۴۵۰ میلیونه ډالر د ټرانزیټ حق، په لومړیو لسو کلونو کې په کلني ډول ۵۰۰ میلیونه مکعب ګاز، په دویم پړاو لسو کلونو کې هر کال یو میلیارد متر مکعب ګاز او د درېیم پړاو لسو کلونو کې به هر کال نیم میلیارد متر مکعب ګاز ترلاسه کوي.

د پروژې اقتصادي ګټې:

دا د انرژۍ یوه پروژه ده، نو ښکاره ده چې انرژي نن سبا د اقتصادي ودې لپاره اساسي شرط ګڼل کېږي؛ په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره ددې پروژې مستقیمې ګټې په لاندې ډول خلاصه کولی شو:

۱- ټرانزیټ فیس: دا چې پایپلاین د افغانستان له خاورې هند او پاکستان ته تېرېږي، د تېرو شویو تړونونو پربنسټ پاکستان او هند مکلف دي چې افغانستان ته هر کال یو مقدار حق العبور یا ټرانزیټ فیس ورکړي.

که څه هم تر اوسه د افغانستان، هند او پاکستان ترمنځ د تزانزیټ تړون نهايي شوی نه دی، خو په ۲۰۱۲ کال کې د یو ابتدايي توافق او محاسبې پراساس له هر هېواد څخه په کال کې شاوخوا ۲۱۲ میلیونه امریکايي ډالر به د ترانزیټ فیس په نامه اخیستل کېږي.

۲- کارموندنه: د ټاپي پایپلاین د ساختمان او عملیاتو په پړاوونو کې زرګونه کسان پر کار بوختېدای شي.

د ساختمان په مرحله کې به د بشري قوې پر مصرفېدو سربېره ټاپي شرکت مکلف دی، چې د پروژې د اړتیا وړ ټوله ماشینري، توکي او بشري قوه د افغانستان څخه تدارک کړي.

۳- دوامداره انرژۍ ته لاسرسی: دا چې ټاپي پایپلاین د افغانستان له دوو مهمو صنعتي او تجارتي ولایتونو لکه هرات او کندهار څخه تېرېږي، دغه ولایتونه به له ارزانې او پایدارې انرژۍ څخه برخمن شي.

د دې سترې پروژې سره به د اوسپنې پټلۍ، د نوري فایبراو برېښنا د ۵۰۰ کیلو واټه پروژه، چې ترکمستان به د افغانستان له لارې له پاکستان سره ونښلوي هم پلی شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د ټاپې د ګازو نل‌لیکې د پروژې په اوږدو کې ۱۲ د فشار پمپونه نصبېږي، چې له دې ډلې ېې پینځه هغه د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان په خاوره کې جوړېږي.

د یادولو وړ ده، چې د دې سترې پروژې له پیل سره به څلور زره کسانو ته په مستقیمه او زرګونو نورو ته به په غیرې مستقیمه بڼه د کار زمینه برابره شي.