ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین د لوګر له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، چې د دې وزارت د خپرونو چارو معین، مولوی حیات‌الله مهاجر فراهی، چې د ملي راډیو تلويزیون عمومی رییس، قاری محمد یوسف احمدي، د دې وزارت ارشد سلاکار قاري سعید خوستي، او یو شمیر نورو مسوولینو ملتیا کوله، د لوګر ولایت له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه لیدنه وکړه.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس دوکتور رفیع‌الله صمیم په دې لیدنه کې د یادې ادارې فعالیتونو او لاسته‌راوړنو په اړه معلومات ورکړي او یو شمېر ستونزې او غوښتنې یې له ښاغلي فراهي سره شریکې کړې دي.

ورته مهال، د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي د کلتوري، رسنیو، علمي او ځوانانو په برخو کې د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې او خدمتونه د ستایلو وړ وبلل او ډاډ یې ورکړ، چې وړاندیزونو او غوښتنو ته به يې رسېدنه وشي.