ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ځانګړو ځواکونو فرقې له قومندانۍ څخه د اسلامي ملي اردو څلورمې دورې منسوبین فارغ شول

د ملی دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند ۹۴۷ تنه ځانګړي کماندو ځواکونه د سختو تمریناتو او تعلیماتو وروسته، د خاصو مراسمو په ترڅ کې د ځانګړو ځواکونو فرقې د تعلیمي مرکز له قوماندانۍ څخه فارغ شول.

یاد وزارت زیاته کړې چې په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د اداره امور رییس شیخ نورالحق انور، د کورنیو چارو وزارت اداري معین مولوي رحمت‌الله نجیب، د ملکي او نظامي چارو مسئولین، دیني علما او یو شمېر مجاهدین ګډون درلود.

مولوي محمد یعقوب مجاهد، په خپلو خبرو کې ځانګړي ځواکونه د اسلامي نظام د مخالفینو په وړاندې یوه نه ماتېدونکې مستحکمه کلا یاده کړه، او زیاته یې کړه چې دغه ځواکونه د پرمختللو تجهیزاتو په استفادې او مسلکي زده کړو وروسته، د هر ډول تهدید په وړاندې چې د هیواد امنیت ته اخطار جوړوي، په قاطعانه ډول دفاع کوي.

په دغه مراسمو کې ځانګړي کمانډو ځواکونه په منظم یونیفورم او پرمختللو تجهیزاتو سمبال حضور درلود او ځانګړي کماندويي نمایشات یې نندارې ته وړاندې کړل. نوموړو همدارنګه ډاډ ورکړ چې د خپلو سرونو په قرباني کولو سره به د هیواد دفاع او ساتنه کوي.