ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پر لبنان د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پيل راهیسې ۲ زره او ۱۴۱ کسانو ژوند بایللی

د لبنان روغتیا وزارت وايي؛ د تېر اکتوبر میاشتې له ۸مې راهیسې، چې اسرائیلي یرغلګرو پر دې هېواد بریدونه پیل کړي، ۲ زره او ۱۴۱ کسانو ژوند بایللی او ۱۰ زره او ۹۹ نور ټپیان شوي دي.

لبنان کې لا هم د صهیونیستي یرغلګرو د هوايي بریدونو سربېره ځمکني عملیات دوام لري.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، تازه د دې هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله د ۵ روغتیايي کارکوونکو په شمول ۱۴ کسانو ژوند بایللی او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

له بل لوري حزب‌الله ویلي، چې ځواکونه یې د لبنان په سویل کې له اسرائیلي عسکرو سره سخت مقاومت کوي او مخته تګ ته یې نه پرېږدي.

تازه اسرائیلي رسنیو ویلي، چې د لبنان په سویل کې یې یو بل عسکر هم وژل شوی.

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د لبنان په سویل کې د صهیونیستي رژیم د عملیاتو له پیل وروسته دا ۱۲م عسکر دی، چې له حزب‌الله سره په نښته کې وژل کېږي.